HomeAfghanistan‏د ااا د بهرنيو چارو وزارت د درېيم سياسي رياست او د...

‏د ااا د بهرنيو چارو وزارت د درېيم سياسي رياست او د چين ولسي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارت د اسيا ډيپارټمنت رئیس ښاغلي ليو جنسانګ سره په ګډه د بشري مرستو او اقتصادي بيارغونې ميکانيزمونو د کاري ګروپونو لومړنۍ ناسته په انلاين بڼه ترسره کړه.

په دې ناسته کې د افغانستان د ماليې، سوداګرۍ،‏معادنو وزارتونو او سرې مياشتې ټولنې استازيو ګډون کړی و.
دواړو لوريو د افغانستان د اوسني اقتصادي او بشري وضعيت په تړاو نظرونه تبادله کړل. همداراز له افغانستان سره د چين په بشري مرستو خبرې وشوې.
چينايي لوري چمتووالی وښوده چې افغانانو سره بشري مرستې، په تېره د دارو درملو، خوراکي ‏توکو او ژمنيو پوښاکو په برخه کې مرستې وکړي.
دواړو لوريو د افغانستان او چين ترمنځ د سوداګرۍ د ودې پر لارو چارو او فرصتونو خبرې وکړې. چينايي لوري وويل، چې هېواد يې د افغانستان جلغوزو او زعفرانو لپاره ښه بازار دی. د دې ترڅنګ، چین ته د افغانستان د کښتې، انارو، بادامو او نورو ميو ‏د لېږد په اړه عملي بحثونه وشول.
چينايي لوري چمتووالی وښوده چې د افغانستان پر معادنو به پانګونه کوي او افغان ظرفيتونو ته به په ځانګړي مهارتونو کې روزنه ورکوي.
د يادولو ده چې د دغې ناستې پرمهال چينايي لوري
‏افغانستان سره د تازه مرستو ژمنه هم وکړه.
دواړه لوري سلا شول چې راتلونکو دوو مياشتو کې به د يادو ميکانيزمونو بله ناسته ترسره شي.

Source

Stay Connected
255FansLike
473FollowersFollow
Must Read
Related News