معارف فاونډیشن مشر د افغانستان د حکومت او چارواکو څخه مننه وکړه چې د افغان ترک مکتبونو د فعالیت اجازه یې ورکړې او تل ددوی سره پوره همکاري کوي او د لا زیاتو مکتبونو د پرانیستلو لپاره زمینه سازي کیږي.
متقي صاحب د ترکیې او افغانستان پرتاریخي اړیکو رڼا واچوله او زیاته یې کړه چي موږ تاسي باید په راتلونکي کي قوي اړیکې ولرو په تعلیمي برخه کي لاسته راوړني ولرو او یو له بل سره همکار ووسو.
د بهرنیو چارو وزیر په تعلیمي برخه کې د معارف فاونډیشن فعالیت د ستاینې وړ وباله او غوښتنه یې ځیني وکړه چې دوی دي د افغانستان د پوهنې وزارت سره خپل فعالیت هم آهنګ کړي.
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د ترکیې په انتالیا ښار کې د معارف فاونډیشن د مشر پروفیسور ډاکټر بایرل اګون سره ولیدل.
Stay Connected
Must Read
Related News