HomeAfghanistanچین ته د ااا تللي پلاوي نن د ټرایکا پلس په ناسته...

چین ته د ااا تللي پلاوي نن د ټرایکا پلس په ناسته کې ګډون وکړ او په یو لړ مهمو موضوعاتو یې خبرې وکړې.

په دغه غونډه کې په افغانستان کې د منځته راغلو بشري او اقتصادي ننګونو، مثبتو تحولاتو او فرصتونو خبرې وشوې.‏د چین، روسیې او امریکا په ګډون د ناستو هیوادونو استازو ژمنې وکړې چې د ګډې همکارۍ له لارې به په افغانستان کې د اقتصادي ودې او ثبات لپاره کار کوي.

د غونډې برخوالو هیوادونو ژمنه وکړه چې ټولي هڅې یې د افغانستان او سیمې د ثبات لپاره دي او د افغانستان منزوي کېدل دهیچا په ګټه نه بولي ‏پر افغانستان د بندیزونو او فشارونو د واردولو پر ځای دي لاسنیوی وکړي.

په غونډه کې د معادن او پترولیم وزیر شیخ دلاور صاحب په ګډونوالو ږغ وکړ چې وروسته له ۴۳ کالو په افغانستان کي مرکزي حکومت او سر تاسري امنیت تامین شوی دی د تداوم لپاره یې ستاسو همکارۍ ته اړتیا ده تر څو‏په افغانستان کې راغلي مثبت تحولات او فرصتونه د سیمي او نړۍ په ګټه واوسي؛ دلاور صاحب زیاته کړه نوی حکومت ته په داسي حال ۴۰ میلوني هیواد ور پاتي شو چې په مادي لحاظ یې هر څه له منځه وړل شوي وو، د نوي حکومت په راتګ سره په ټولو برخو کې له صفره چارې پیل شوې او اوس ورځ تر بلې په ټولو‏برخو کې پرمختګونه روان دي، وخت او د نړیوالو همکارۍ به وکولای شي چې افغانستان د یو خود کفاء او سیال هیواد په توګه د سیمیزې ښېرازۍ لپاره مهم رول اداء کړي.‏دغه راز شیخ دلاور صاحب ډاډ ورکړ چې د افغانستان خاوره به د هیڅ هیواد په ضرر نه استعمالیږي او نه به هغه چاته له خپلې خاورې اجازه ورکړي چې د سیمي او نړۍ ثبات ته صدمه رسوي.

Source

Stay Connected
255FansLike
473FollowersFollow
Must Read
Related News