HomeAfghanistan‏نن د فرانسې هيواد د آسيا او پاسيفيک بخش رئيس ښاغلي برتراند...

‏نن د فرانسې هيواد د آسيا او پاسيفيک بخش رئيس ښاغلي برتراند لوتهوري او د جنوب آسيا بخش مسئول ښاغلی ډېمين سيد د ا.ا.ا بهرنيو چارو وزير سره د ناروې هيواد په اوسلو کې وليدل.

‏ښاغلي لوتهوري وويل موږ له افغانستان سره تاريخي اړيکې لرو، سږکال به د ديپلوماتيکو اړيکو سل کاله ولمانځو او غواړو چې دا اړيکې دوام ولري، همدارنګ يې زياته کړه چې فرانسه به د افغانستان له خلکو سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي او له نوی حکومت سره تعامل غواړي.‏د بهرنيو چارو محترم وزير فرانسې سره په مثبتو اړیکو ټینګار وکړ او د صحت، تعلیم او بشری مرستو په برخه کې يې ددوی د مرستو غوښتنه وکړه

د یادونې وړ ده چې دا په لوړه کچه د فرانسې حکومت سره د اسلامي امارت لومړی مهمه ناسته وه او هوکړه وشوه چی راتلونکی که به دا ډول ناستو ته دوام ورکوو.

Source

Stay Connected
255FansLike
473FollowersFollow
Must Read
Related News