HomeAfghanistan‏د ا.ا.ا د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي امیرخان متقي په...

‏د ا.ا.ا د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي امیرخان متقي په مشرۍ لوړ پوړي پلاوي چې د ایران هیواد په بلنه تهران ته سفر کړی دی، نن يکشنبه د یاد هیواد له خارجه وزیر دوکتور حسين امیر عبداللهیان سره وکتل.

په دغه کتنه کې د افغانستان-ایران تر منځ په دوه اړخیزو اقتصاد محوره سیاسي
‏اړیکو، تجارت، سوادګرۍ، نفتي موادو، ترانزیت او امنیتي موضوعاتو مثبتې او ګټورې خبرې وشوې.
همداراز دواړو لوریو د افغانستان ځمکنی موقعیت د مرکزي او جنوبي آسیا تر منځ مواصلاتي نښلونکې لار وبلله چې ‏ایران هیواد هم کولای شي له همدې لارې خپل صادارت د سیمو هیوادو ته د ترانزیټ په ډول ولیږدوي، او هم افغانستان وکولای شي چی دایران له لاري د ترانزیټ ګټه واخلي .

Source

Stay Connected
255FansLike
473FollowersFollow
Must Read
Related News