په غونډه کي د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزير ملا خيرالله خيرخواه هم ګډون درلود.
ناستو اړخونو د آنتالیا فورم د رابطو د پرمختګ لپاره يو ښه فرصت وباله .
د افغانستان لوري د خپل هیواد حالات تر بل هر وخت له نړیوالو سره د مثبت او دیپلو ماتیک تعامل لپاره مساعد وبلل او زیاته یې کړه ناستي یې د طرفونو په ګټه وبللې، همدارنګه د امریکا د متحده ایالاتو استازي هم د افغانستان په اړه د خپل هیواد په راتلونکې پالیسي رڼا واچوله او زیاته یې کړه چي موږ هڅه کوو چي د افغانستان اقتصاد په پښو ودریږي.
نن سهار د ترکيې په آنتالیا ښار کي د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي د قطر د بهرنيو چارو وزير او د رئیس الوزراء مرستيال شيخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني او د امريکا د ځانګړي استازي ټام ويسټ او ورسره مل هيئت سره درې اړخيزه ناسته وکړه.
Stay Connected
Must Read
Related News