HomeAfghanistanنن د متحده عربي اماراتو د هویت، تابعیت، ګمرکونو او بندرونو امنیت...

نن د متحده عربي اماراتو د هویت، تابعیت، ګمرکونو او بندرونو امنیت فدرالي ادارې وزیر ښاغلی علی محمد بن حمادالشامسي افغانستان ته له سنېدو سره سم د ااا د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیرخان متقي سره په مهمو موضوعاتو خبرې وکړې.

په ناسته کې ښاغلي الشامسي له ااا سره اړیکې پخوانۍ او قوي وبللې او په اقتصادي، تعلیمي، تخنیکي او زراعت برخو کې یې د همکارۍ او پانګونې یادوني وکړې.
محترم متقي صاحب د دوی له مرستو مننه او د تداوم غوښتنه یې وکړه، ویې ویل چي د متحده عربي امارتو په شمول له ټولې نړۍ سره هر اړخیزې مثبتې اړيکې غواړو .
دغه راز متقي صاحب وویل چې متحده عربي امارات ښه موقعیت لري او د افغانستان لپاره به د نړۍ سره د دروازې رول ولوبوي او له همدې لاري به زموږ د صادراتو کچه لوړه شي

Source

Stay Connected
255FansLike
473FollowersFollow
Must Read
Related News