HomeAfghanistan‏نن د روسیې د ولسمشر خاص استازی ضمیر کابلوف د یو پلاوي...

‏نن د روسیې د ولسمشر خاص استازی ضمیر کابلوف د یو پلاوي په مشري کابل ته راغی او د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره یې وکتل.

په ناسته کې په سیاسي، اقتصادي، ټرانزیټي او د سیمیزو اړیکو په پیاوړتیا خبرې وشوې.
ښاغلي کابلوف د اسلامي امارت پالیسۍ متوازنه، دسیمي او نړۍ د ‏هیوادونو په ګټه وبلله او د نوي حکومت له لاسته راوړنو څخه یې خوښي ښکاره کړه.
محترم متقي صاحب د روسي پلاوي راتک چې په ترکیب کي یې د دفاع، کورنیو چارو، اقتصاد، صنعت، زارعت او انرژۍ وزارتونو استازي وو وستایه او د نوي حکومت په راتګ سره د رامنځته شویو فرصتونو نه په ګټې اخیستنې سره ‏وویل چې روسیه د ښو امکاناتو په لرلو سره کولای شي یو شمېر پراختیایي پروژو کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
د بهرنیو چارو وزیر وویل؛ نوی حکومت د سیمیز امنیت او اتصال په هکله جدي توجه لري او غواړي چې افغانستان د اسیا د زړه په حیث د سیمیزو هیوادونو تر منځ په، ترانزټ، تجارت، صنعت ‏او اقتصادي پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.
متقي صاحب زیاته کړه؛ په تیرو شلو کلو کې مخدره توکو کرنې، قاچاق او اعتیاد وده کړې چې نوی حکومت به د معتادانو د تداوي او بدیل معشیت په رامنځ ته کولو سره د دغو ناخوالو مخه و نیسي خو په دې برخه کې د نړیوالو همکارۍ ته ضرورت لرو.‏ناسته دواړو لوریو مثبته وبلله او هیله یې وښوده چې د عملي همکاریو سلسله تیزه او دوامداره شي.

Source

Stay Connected
255FansLike
473FollowersFollow
Must Read
Related News