بسم الله الرحمن الرحیم
د افغانستان اسلامي امارت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د څار کمېټې وروستۍ راپور چې په کې ادعاوي شوې په افغانستان کي د بهرنیو ډلو فعالیت زیات شوی په کلکه ردوي.
اسلامي امارت دغه ډول بې بنسټه راپورونه چې هیڅ شواهد، اسناد او مدارک په کې شتون نلري د افغانستان، سیمې او نړۍ په خیر او ګټه نه بولي.
له کله نه چې اسلامي امارت د هیواد بشپړ حاکمیت تر لاسه کړی په افغانستان کې بهترین امنیت تأمین شوی دی.
اسلامي امارت د دوحې په تړون کي کړي تعهدات عملي کړي او چا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاوري څخه کوم هېواد ته خطر متوجه کړي بالمقابل له نورو هم همدا توقع لري.
اسلامي امارت به د یوه مسؤل نظام په توګه له شته امکاناتو او فرصتونو په استفاده د افغانستان، سیمې او نړۍ د امن، ثبات او سوکالۍ لپاره مثبت رول لوبوي او هیله لري چې د امنیت شورا په ګډون نور اړخونه هم دا حقائق درک او مسؤلانه څرګندونې وکړی.
د افغانستان اسلامي امارت
د بهرنیو چارو وزارت