HomeAfghanistan‏د ااا د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي او مل...

‏د ااا د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي او مل پلاوي په چین کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره وکتل.

مولوي امیر خان متقي چې دمګړۍ د سیمه ییزو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ناسته کې د ګډون په موخه چین کې دی، په نړیوالو فورمونو کې د افغانستان له نوي حکومت څخه ‏د روسیې له ملاتړ مننه وکړه. ښاغلي متقي خوښي څرګنده کړه چې په مسکو کې د افغان سفارت لپاره نوی دیپلومات منلی او هیله یې وکړه چې په مسکو کې افغان سفارت بشپړ فعال شي.

متقي صاحب همداراز تېره اوونۍ کابل ته د روسیې د پلاوي راتګ ښه ګام وګاڼه او دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکه نښه وبلله ‏د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل، نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې فعاله رول ولوبوي او افغان حکومت سره هکاريو ته دوام ورکړي تر څو د رسمیت پېژندنې موضوع ژر حل شي.‏ښاغلي لاوروف وویل، افغانانو سره بشري مرستې اوس موږ ته لومړیتوب لري او همداراز يې وویل، مسکو ته نوی افغان دیپلومات راغلی او دوی به هڅه وکړي چې د افغان سفارت د فعالېدو زمینه برابره شي.

Source

Stay Connected
255FansLike
473FollowersFollow
Must Read
Related News