HomeAfghanistan‏تېر ماښام د ا.ا.ا لوړ رتبه پلاوي د قطر په مرکز دوحه...

‏تېر ماښام د ا.ا.ا لوړ رتبه پلاوي د قطر په مرکز دوحه کې د یوې ځانګړې بلنې او ماښامنۍ پر مهال په یوه پرتمینه غونډه کې د اتحاد علماء المسلمین له مشر، اعضاوو او د کوربه هیواد له یو شمېر نوموتو او مخورو علماوو کرامو سره وکتل او پر مهمو موضوعاتو یې خبرې وکړې.‏

د اتحاد علماء المسلمین مشر شیخ دوکتور احمد الریسوني د غونډې په نمایندګي د اسلامي امارت د پلاوي هر کلی وکړ او په افغانستان کي د نوي اسلامي حکومت د راتګ مبارکي یې ورکړه.
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د پلاوي په مشري او نمایندګي دغه رابلل شوې غونډه د یادو علماء کرامو لورینه ‏او نېک بختي وبلله اوبلنه یې ورکړه چې نظرونه، مشورې او ملاحظې ورسره شریکې کړي.
د غونډې برخوالو مشرانو علماء کرامو پخپلو ویناوو کې په افغانستان کې د نوي حکومت کورنۍ او بهرنۍ پالیسي وستایله او له اسلامي ارشاداتو سره مطابق یې وبللـه، دوی زیاته کړه چې نوي حکومت د عمومي عفوي په ابتکار‏سره د سترو ځاني، مالي او اجتماعي مشکلاتو مخه ونیوله.
علماء کرامو د ا.ا.ا پلاوي ته ګڼې توصیې وکړې او د افغان ولس د دیني، تعلیمي، اجتماعي، مسلکي او اقتصادي ظرفیتونو د لوړېدو په باب مشورې ورکړې.‏دغه پرتمینه غونډه د افغانستان او ټول مسلمه امت د ابادۍ او سوکالۍ لپاره د اوږدې دعاء په ویلو سره شپه ناوخته پایته ورسېده.

Source

Stay Connected
255FansLike
473FollowersFollow
Must Read
Related News