HomeAfghanistan‏تېر ماښام د ا.ا.ا د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر مولوي امیر...

‏تېر ماښام د ا.ا.ا د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي په مشري لوړ رتبه پلاوي د قطر هیواد د ګڼو ملکي خدماتي او تعلیمي ادارو له مسؤلینو سره ګډه ناسته وکړه.

دغه ناسته کي په افغانستان کې په بشري وضعیت، د لوړو زده کړو په څرنګوالي، ظرفیت لوړونې، بشري مرستو، او افغان محصلینو ‏ته د سکالر شيپونو په ورکولو ګټورې خبرې وشوې.
قطري چارواکو ژمنې وکړې چې په بېلا بېلو برخو کي به مرستي کوي او محصلینو د ښوونې او روزنې لپاره به تدریسي فرصتونه رامنځته کوي او په افغانستان کې به د قطري سرې میاشتې او قطرخیریه بنسټ له لارې بشري مرستې رسوي.
د ااا پلاوي غوښتنې وکړې چې ‏قطر هیواد دي په افغانستان کي سرمایه ګذاري وکړي، د هوايي دهلیز له لارې د افغانستان وچې او لندې مېوې چې لوړ معیار او کیفیت لري واردې او د مارکیټ په پيدا کولو کې همکاري وکړي، خیریه مرستې دي هیوادوالو ته مستقیمې ورکړل شي او نوی اسلامي حکومت به د مرستو په انتقال، مستحقو وګړو ته په ‏رسونه او شفافیت کي مؤثر ګامونه پورته کوي.
همدارنګه په افغانستان کې د معیوبینو، کونډو او یتیمانو د کفالت په تړاو هم جدې بحثونه وشول چې غور به پرې کیږي.
د یادو ژمنو او غوښتنو د ترتیب، انسجام او عملي کولو لپاره به په راتلونکي کي تخنیکي بحثونو او رابطې جریان پیداکوي، ان شاءالله.

Source

Stay Connected
255FansLike
473FollowersFollow
Must Read
Related News