HomeAfghanistanتېره ورځ د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر...

تېره ورځ د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي او ورسره پلاوي د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر مولود چاویش اوغلو او مل پلاوي سره د انتالیا فورم په څنډه کې لیدنه وکړه.

‏په غونډه کې د دواړو هیوادونو د ژورو اړیکو پر لا پراختیا خبرې وشوې.
‏متقي صاحب د ترکیې هیواد ته مبارکې ورکړه چې د ديپلوماسۍ فورم یې په بریا سره تر سره کړ او همداراز یې د ترکیې هیواد څخه مننه وکړه چې د افغانستان د ولس تر څنګ ولاړ دی چې د بشري، تعلیمي او پراختیايي پروژو په برخو کې له افغانستان سره مرستې کوي.‏دواړو لوریو د کابل هوايي ډګر او د افغانستان د نورو نړیوالو هوايي ډګرونو پر موضوع خبرې وکړې او د قرارداد پر هغو مادو یې بحث وکړ چې لا هم بحث ته اړتیا لري، ژمنه وشوه چې دواړه هیوادونه به د قطر هیواد په ګډون د تخنیکي بحث له لاري ژر تر ژره پر پاتو موضوعاتو یوه حل ته د رسیدو کوښښ کوي.

Source

Stay Connected
255FansLike
473FollowersFollow
Must Read
Related News