درې واړو لوريو په افغانستان کې پر بشري، اقتصادي او تعليمي وضعيت هر اړخيزې خبرې وکړې. قطري او اندونيزيايي لوريو افغان لوري ته ډاډ ورکړ چې چمتو دي په بشري برخه کې د افغانستان خلکو سره مرستې وکړي.
د اندونيزيا د بهرنيو چارو وزيرې ژمنه وکړه چې هېواد يې چمتو دی چې په افغانستان کې له تعلیمي ادارو سره مرسته وکړي او افغان زدهکوونکو ته سکالرشپونه ورکړي.همداراز د قطر د بهرنيو چارو مرستيالې وزيرې هم ژمنه وکړه چې قطر به په نژدې راتلونکي د قطر خيريه بنسټ او د قطر سرې مياشتې دفترونه په کابل کې خلاص کړي.
افغان لوري له افغانانو سره د قطر او اندونیزیا د ژمنو هرکلی وکړ او له خپله اړخه يې د همکارۍ او زمينې برابرولو ډاډ ورکړ.