HomeAfghanistan‏نن د ااا د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي...

‏نن د ااا د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره د ترکیې هیواد د سرې میاشتي ریس او د سرې میاشتي د نړیوال فدراسیون مرستیال ښاغلي کریم کنیک او مل پلاوي وکتل.

‏د بهرنیو چارو وزیر یاد پلاوي ته هرکلی ووایه او د داوړو هیوادونو په تاریخي اړیکو، مذهبي، بشري او اقلیمي مشترکاتو یې خبرې وکړې او په ترکیه کې د واکمن حکومت او ولس له ملاتړ څخه يې خوښي څرګنده کړه.

ښاغلي کریم کنیک دخبرو په پیل کې مننه وکړه چې تود هرکلی یې شوی، افغانستان یې ‏ستراتیژیک ملګری هیواد وباله، د هر راز همکارۍ ډاډ یې څرګند کړ او په ۱۹۱۵ م کال له ترکانو سره د چناق کلا په ستره معرکه کي د افغانانو همکارۍ او قربانۍ یې نه هېردونکې وبللې.

دغه راز یې وویل؛ د ښاغلي اردغان په خاص لارښوونه د غیر دولتي مؤسساتو او ترکي ولس مرستې چې ۷۵۰ ټنه کیږي او ۱۰ ‏میلونه ډالره ارزښت لري چې پکې خواراکي او ژمني توکي، البسه، درمل او صحي وسایل شامل دي راټولي کړې او د اورګاډي په مټ به په لنډ وخت کي افغانستان ته د تور غونډۍ بندر له لاري راورسیږي.

ښاغلي کنیک د افغان سرې میاشتي د ظرفیت لوړونې او امکاناتو د برابرولو یادونه هم وکړه چې نړیوال هڅوي ‏تر څو په دې برخه کي مرستي زیاتي کړي.

محترم متقي صاحب د دوی له مرستو او نېک نیت څخه مننه وکړه او وړاندیز یې وکړ چې ښه به وي هغه مرسته کوونکي توکي چې د افغانستان په مارکېټونه کي پیداکیږي دلته وپېرل شي تر څو د مرستې تر څنګ افغان اقتصاد هم وده وکړي او د کرایې مصرف هم نه ورباندي وشي، ‏همدارنګه متقي صاحب غوښتنه وکړه چې په ترکیه کې دي افغان مهاجرینو، متعلیمینو، تجارانو او د تداوي په موخه تلونکو افغانانو ته د ویزو او نور سهولتونه زیات شي.‏د بهرنیو چارو وزیر یادونه وکړه چې افغان حکومت چمتو دی چې ترکیې حکومت او تجارانو ته په افغانستان کې د پانګوني زمینه برابره کړي تر څو دوه اړخیز تجارت او اړیکي لا قوي شي.

Source

Stay Connected
255FansLike
473FollowersFollow
Must Read
Related News