HomeAfghanistanد ناروې په شاهي هیواد کې د افغانستان سرپرست حکومت او یو...

د ناروې په شاهي هیواد کې د افغانستان سرپرست حکومت او یو شمیر افغان شخصیتونو ترمنځ د یوې ورځنۍ ناستې ګډه اعلامیه

نن د ۱۴۰۰ش کال د دلوې په درېيمه (د ۲۰۲۲م کال د جنورۍ په ۲۳مه) نیټه د ناروې هیواد په پلازمینې اوسلو کې د افغان سرپرست حکومت د مسؤولینو او یو شمیر افغان شخصیتونو ترمنځ یوه ورځنۍ ګډه غونډه ترسره شوه.

په دې غونډې کې د مجلس ګډونوالو د یوه بل نظریات په پراخه سینه او حوصله واورېدل، د هیواد په موجوده حالاتو یې نظرونه تبادله کړل. افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور وبلل شو او تاکید وشو چی د هیواد د سیاسي، اقتصادي او امنیتي ښیرازۍ لپاره به ټول افغانان په ګډه کار کوي.

د غونډې ګډونوالو له لوري د افغانستان د ټولو ستونزو یواځنۍ حل لار تفاهم او ګډه همکاري وبلل شوه. ټولو ګډونوالو په یوه خوله دا ډول ناستی د هیواد په ګټه وبللې.

په پای کې ګډونوالو د داسې فُرصت برابرولو له کبله له ناروې هیواد مننه وکړه.

Source

Stay Connected
255FansLike
473FollowersFollow
Must Read
Related News