HomeAfghanistan‏د ا. ا. ا د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي...

‏د ا. ا. ا د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي په چین کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې ګډون وکړ

چین د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د درېیمې ناستې کوربه و چې په لومړي ځل په کې د ا. ا. ا. د بهرنیو چارو وزیر هم ګډون وکړ.‏په دې ناسته کې د روسیې، قطر او اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرانو هم ګډون کړی و.
په دې ناسته کې مولوي امیر خان متقي وویل، د افغانستان نوی حکومت غواړي چي په خپل متوازن اقتصاد محوره سیاست افغانستان له ټکرونو وساتي.‏د ا.ا. کابینې د وزیرانو په کچه کمېسیون تشکیل کړی چې په کور دننه هم له افغان شخصیتونو سره اړیکې ونیسي. متقي صاحب وویل، حکومت هڅه کوي چې سیاسي جوړښت لا زیات همه شموله شي.‏د سیمې د ځینو هېوادونو د اندېښنو په باب متقي صاحب وویل، داعش ډله تر ډېره بریده له منځه وړل شوې ده؛ خو له بده مرغه چې داعش ته له بهر څخه تبلیغات کېږي او رسنیزه فضا ورته جوړېږي.‏ښاغلي متقي د سیمې له هېوادونو څخه وغوښتل چې وخت راغلی د نوی افغان حکومت څخه ملاتړ وشي، د نوی حکومت تقویه کیدل د ټولو په ګټه دي او ضعف یې د ټولو په زیان دی، افغان حکومت ژمن دی چې ټولو اندېښنو ته ځواب ووايي.‏د بهرنیو چارو وزیر وویل، د افغانستان شتمنۍ کنګل شوي او سیاسي استازولي یې په ملګرو ملتو کي داسي چاته سپارل شوي چي نه د حکومت استازیتوب کوي او نه هم د ولس خدمت کولای شي، سیاسي او اقصادي حقوق یې یرغمل شوي.‏متقي صاحب وویل، اسلامي امارت هڅه کوي چې ټولو سیاسي، اقتصادي او اجتماعي ستونزو ته په تدبیر او احتیاط رسېدګي وکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر، ښاغلي وانګ يي چې د ناستې مشري هم کوله، د افغانستان لپاره د پرمختګ او لاسته‌راوړنو هیله څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې په افغانستان کې ‏باید د هېچا لپاره ګواښونه نه وي. ښاغلي وانګ یې په دې ناسته کې مولوي امیر خان متقي ته هرکلی ووایه او د افغانستان دریځ یې وستایه.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د متقي صاحب له خبرو مننه وکړه او د افغانانو پر ملاتړ یې ټینګار وکړ.‏ښاغلي لاوروف وویل، غربي هېوادونه باید د افغانستان په تړاو خپل مسوولیت ادا کړي او ټینګار يې وکړ چې په م.م کې د تېر رژیم استازی د افغانستان استازیتوب نه شي کولای او دغه سټیج څخه غلطه استفاده کوي. ده همدارنګه په روسیه کې افغان سفارت ته د نوو دیپلوماتانو د پېژندلو ته هم اشاره وکړه.‏د ناستې ټولو ګډونوالو له نوي افغان حکومت سره پر تعامل ټینګار درلود. د ازبکستان او ترکمنستان استازیو افغانستان سره د سترو اقتصادي پروژو پر عملي کولو او د افغانستان له لارې یې پر ټرانزیټ ټینګار وکړ.‏د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم وویل چې د نوي افغان حکومت د رسمیت پېژندلو سوال باید د ټولو سیمه ییزو هېوادونو په موافقت پای ته ورسېږي.

د اندونیزیا او قطر د بهرنیو چارو وزیرانو له افغانستان سره دلازیاتو همکاریو غوښتنه او ژمنه وکړه.‏د غونډې په پای کې ښاغلي وانګ يي غونډه مثبته وګڼله او د متقي صاحب څخه د وضاحتونو د ورکولو له امله ځانګړې مننه وکړه او ویې ویل، چې راتلونکې ناسته به په ازبکستان کې کېږي او د افغانستان خارجه وزیر به هم په کې ګډون کوي.

Source

Stay Connected
255FansLike
473FollowersFollow
Must Read
Related News