HomeAfghanistanد افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو په افغانستان کې...

د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو په افغانستان کې له تحول وروسته په لومړي ځل درې اړخیز میکانیزم بیا ژوندی کړ.

‏ په نننۍ درې اړخیزه ناسته کې چي په چین کې تر سره شوه د چین د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي وانګ يي وویل، لېواله دی چې درې اړخیزه ناسته بیا ژوندۍ شي او ‏د درې واړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران د دې میکانیزم له لارې خپلو هراړخیزو همکاریو ته ادامه ورکړي.

ښاغلي وانګ يي غوښتنه وکړه چې باید درې واړه هېوادونه سیاسي او اقتصادي همکارۍ زیاتې او ژورې کړي.

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي له چین څخه مننه وکړه چې د دا ډول ناستو‏زمینه یې مساعده کړه او زیاته یې کړه چې د افغانستان نوی حکومت چین او پاکستان سره نږدې اړیکې لري. ښاغلي متقي وویل، په سیمه کې د اقتصادي همکارۍ لپاره ښه فرصتونه راټوکېدلي چې ایجابوي درې واړه هېوادونه په خپلو منځونو کې همکارۍ لا زیاتې کړي.‏متقي صاحب زیاته کړه چې افغانستان د بسپنو پر ځای لېواله دی چې سیمې سره اقتصادي مشارکت ولري.

او زیاته یې کړه چي د افغانستان حکومت غواړي چي هم مرکزي اسیا او جنوبي اسیا د ترانزټ له لاري سره وصل کړي او هم د افغانستان محصولات د پاکستان له لاري چین او هند ته ورسیږي.‏د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي شاه محمود قریشي د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه د خبرو اترو پر اړتیا ټینګار وکړ او د سیمې ترمنځ اقتصادي نښلوون ملاتړ یې وکړ. ښاغلي قریشي وویل، پاکستان به د چین په مرسته د افغانستان په ملاتړ ګډې هڅې وکړي.‏متقي صاحب وویل چې افغانستان د چین د لارې او کمربند له سترې پروژې ملاتړ کوي او لېواله دی چې د دې پروژې له لارې افغانستان په سیمه ییز اتصال کې ګټور رول ولوبوي. د غونډي په پای کي پریکړه وشوه چي دا ډول دري اړخیزو ناستو ته به دوام ور کوي.

Source

Stay Connected
255FansLike
473FollowersFollow
Must Read
Related News